فلپین کې د زلزلې له امله سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (کوه نور، ۱۱ مېزان ۱۴۰۴): فلپین کې د تېرې سه شنبې په شپه یوه مرګوني زلزله رامنځته شوې، چې له امله یې سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، ګڼ شمېر وګړي ورک او ډېر بې ځایه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د لټون او ژغورنې عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته د فلپین په سېبو ولایت کې د مړو شمېر ۷۲ ته لوړ شوی دی.
ځایې مسوولانو ویلي، د فلپین په بوګو، میډېلین او سان رېمیجیو کې د زلزلې له امله له ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي، تر ۱۱ سوه او ۱۰۰۰ ډېر خلک اغېزمن شوي، چې له ډلې یې ۲۰ زره بېځایه شوي دي.
د نړۍوالو رسنیو په راپورونو کې راغلي، ډېر کسان د خپلو ویجاړو شویو کورونو مخې ته په پرانیستو ځایونو کې پاتې دي، ځکه چې ځمکلړزې لا هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې "OCHA" ویلي، د فلپین حکومت په څلورو ښاروالیو کې بېړنی حالت اعلان کړی، چې له امله یې د بېړنیو مرستو لپاره ځانګړي فنډونه خلاص شوي دي.
حکومت د غبرګون ډلې فعاله کړې او یو ګډ عملیاتي مرکز یې هم جوړ کړی دی.
لومړني راپورونه ښيې، چې د خلکو کورونه، کلیساوې، ښوونځي، دولتي ودانۍ او ترانسپورت ته پراخ زیان اوښتی دی.
د سرچینو د مالوماتو په اساس، لږ تر لږه دوه سمندري بندرونه لا هم تړلي او یو شمېر لارې بندې یا نیمه خلاصې دي، چې زیانمنو شویو سیمو او خلکو ته یې د مرستو رسونه ټکنۍ کړې ده.
په همدې حال کې بشري همکارانو ویلي، بېړنۍ اړتیاوو لکه سرپناه، پاکو اوبو او د لاسرسي امکاناتو ته لا هم بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي.
د هغوی پر وینا، چمتو دي، چې د حفظ الصحې کټونه او د اوبو د تصفیې وسایل ووېشي او همدارنګه، د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان "IOM" هم چمتووالی ښودلی، چې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې، یاده زلزله د سې شنبې په شپه، د سپټمبر ۳۰مه، د شپې ۹:۵۹ بجې د بوګو ښار د ساحل ترڅنګ رامنځته شوې ده.
د فلپین د اوروېشو او زلزلو انستیتیوت "PHIVOLCS" ویلي، چې د زلزلې ژورتیا شاوخوا ۱۰ کیلومترو ته رسېدلې وه.
بل پلو د فلپین روغتیایې چارواکو ویلي، دې ناورین د روغتیایې خدمتونو پر نظام سخت اغېز کړی، ځکه، چې د سیبو ولایت په شمالي روغتونونو کې د ناروغانو ظرفیت ډک شوی او بېړنۍ طبي ډلې له ګاونډیو ولایتونو رالېږل شوي دي.
باید وویل شي، چې فلپین د ارام سمندر په هغه سیمه کې پروت دی، چې د اور حلقه "Ring of Fire" بلل کېږي او د زلزلو، اتشفشانونو او توپانونو له خطر سره مخ هېواد بلل شوی دی.