انتونيو ګوترېش غزه کې له اوربند هرکلی کړی

October 09, 25 Hamdullah Danish

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش غزه کې د اسرايلو او حماس غورځنګ ترمنځ له اوربند څخه هرکلی کړی دی.

ګوترېش په دغه اوربند کې د متحده ايالاتو، مصر او ترکيې له منځګړيتوب هم مننه کړې ده.

هغه هيله څرګنده کړې چې دواړه لوري اوربند ته ژمن پاتې شي، بنديان په ښه ډول ازاد کړي او يو تلپاتی اوربند پلی شي.

نوموړي ټينګار کړی چې اسراييل دې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنيوي نه‌کوي.

ګوترېش ټينګار کړی چې وخت یې را رسېدلې، ترڅو فلسطين په رسميت وپېژندل شي او د يوه دولت له لارې له اسرايلو سره خپل مشکلات حل کړي.

دغه اوربند د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې له مخې شوی چې دواړه لوري به پکې بنديان ازاد کړي.