پر اوکراین د روسیې هوایې بریدونو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي

کابل (کوه نور، ۲۰ مېزان ۱۴۰۴): پرون د روسیې د بېپیلوټه الوتکو او توغندوییزو بریدونو له اوکراین کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او د هېواد په سوېلي اودېسا سیمه کې یې د برېښنا ځینې برخې پرې کړې دي.
د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دوه کسان د ختیځ دونېڅک ولایت په کوستیانتینیوکا ښار کې د یوې کلیسا په برید کې وژل شوي دي.
د اوکراین د برېښنا یوه خصوصي شرکت DTEK ویلي، چې د شنبې شپې د روسي برید له امله، چې د برېښنا بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیان اړولی، وروسته د اودېسا ښار ۲۴۰ زره کورنیو ته برېښنا بېرته ورغول شوې ده.
بلخوا، د روسیې د TASS خبري آژانس د راپور له مخې، د اوکراین په یوه ډرون برید د روسیې په کورسک سیمه کې یو ۸۱ کلن سړی وژلی دی.
همداراز، د اوکراین د استخباراتو ادارې "SBU" یوه چارواکي رویټرز اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د اوکراین ډرونونو د روسیې په اوفا ښار کې د بشنفت تېلو تصفیهخونه ویشتلې، چې له امله یې چاودنې او اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
دغه چارواکي زیاته کړې، چې دا له تېرې یوې میاشتې په موده کې درېیم ځل دی، چې دغه تاسیسات د اوکرایني ځواکونو له لوري په نښه کېږي.