د فرانسې ولسمشر خپل نوی حکومت معرفي کړی

October 13, 25 Bilal ahmad Meerani

کابل (کوه نور، ۲۱ مېزان ۱۴۰۴): د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د فرانسې نوی حکومت معرفي کړی؛ ترڅو د بودیجې د وروستي ضرب‌الاجل تر وړاندې کولو مخکې کار پیل کړي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۹مه، په پاریس کې د بهرنیو چارو وزارت کې له اروپايي او عربي بهرنیو وزیرانو سره د غونډې پر مهال په دې اړه خبرې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له اوږدو خبرو وروسته، چې له نوي ټاکل شوي لومړي وزیر سباستین لکورنو سره یې ترسره کړي؛ نوی حکومت معرفي کړی دی.

 دا ګام د راتلونکي مالي کال د بودیجې د وړاندې کولو له مهم مهاله مخکې اخیستل شوی دی.

د لکورنو په نوې کابینه کې، جان-نوئل بارو د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی؛ پداسې حال کې، چې د کار او ټولنیزو چارو پخوانۍ وزیره، کاترین وټرین اوس د دفاع وزارت چارې سمبالوي.

د الحزیزې د راپور له مخې دا لیست د یکشنبې په ورځ د ولسمشر دفتر خپور کړی.

باید وویل شي، چې د فرانسې نوی حکومت به د لومړي وزیر سباستین لوکورنو تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي او ټاکل شوې، چې نن ورځ به د ۲۰۲۶ کال د بودیجې مسوده هم وړاندې کړي.