پاکستان له افغانستان سره تر مرګونو پولهیزو نښتو وروسته د خبرو غوښتنه کړې

کابل (کوه نور، ۲۱ مېزان ۱۴۰۴): پاکستان پرون د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره خبرې، ډیپلوماسي او د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکو ته ارزښت ورکوي او د ترهګ،رۍ پر ضد مبارزه یو ګډ هدف ګڼي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله یوه خونړۍ نښته شوې، چې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په راپور کې راغلي، چې نښته د شنبې په ورځ شوې او تر ۲۰۲۱ وروسته دا تر ټولو جدي تاوتریخوالی بلل شوی، چې د اسلامي امارت د بیا حاکمیت راهیسې شوی دی.
پاکستاني پوځ تایید کړې، چې له افغان ځواکونو سره د وړمې شپې نښته کې یې ۲۳ سرتیري وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
بل پلو افغان سرچینو بیا ویلي، چې په یاده نښته کې نهه افغان سرتېري وژل شوي او ادعا یې کړې، چې ۵۸ پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.
پاکستان ویلي، که څه هم ډیپلوماسۍ ته ژمن دی؛ خو که اړتیا شي، لازم ګامونه پورته کوي.
پاکستانیو چارواکو زیاته کړې، اسلاماباد حالات له نږدې څاري او د خپلو وګړو او خاورې د ساتنې لپاره به هر اړین اقدام کوي.
د یادونې وړ ده، چې افغان چارواکو، د نښتې بندېدل د سعودي عربستان او قطر منځګړیتوب یاد کړی؛ خو تر اوسه د دغو هېوادونو لهخوا رسمي تایید نه دی شوی.