ایران، سعودي عربستان او قطر له پاکستان او افغانستانه د زغم غوښتنه کړې

October 12, 25 Bilal ahmad Meerani

کابل (کوه نور، ۲۰ مېزان ۱۴۰۴): ایران، سعودي عربستان او قطر د افغانستان او پاکستان ځواکونو ترمنځ د تېرې شپې د بریدونو په اړه د زغم غوښتنه کړې ده.

په راپورونو کې راغلي، چې د سیمې هېوادونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره لاس‌په‌کار شوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د زیاتوالي په ترڅ کې، د سیمې درې مهمو هېوادونو ایران، سعودي عربستان او قطر نن له دواړو لوریو غوښتي، چې زغم وکړي او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د دولتي تلویزیون سره په یوه ژوندۍ مرکه کې ویلي، چې دریځ یې روښانه دی او له دواړو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ثبات د ټولې سیمې ثبات ته مرسته کوي.

په همدې حال کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې که جګړه دوام پیدا کړي، د جنوبي او منځنۍ آسیا امنیت به له خطر سره مخ شي.

 د دې وزارت په بیان کې ویل شوي، دواړه خواوې باید خبرو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي، د تاوتریخوالي له زیاتېدو مخنیوی وکړي او د کړکېچ د راکمولو لپاره هڅه وکړي.

سعودي عربستان هم په یوه ورته اعلامیه کې له دواړو هېوادونو غوښتي، چې د زغم او خبرو له لارې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.

د عربستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې ریاض د سیمه‌ییزو او نړۍوالو هڅو ملاتړ کوي؛ ترڅو سوله او ثبات تامین شي، او د «پاکستان او افغانستان د ورور ملتونو» امنیت او سوکالي تضمین شي.

دا دیپلوماتیک غبرګونونه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو شدت راپور شوی دی.