تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۵۸ زره ټنه انتقالات شوي
د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره اوونۍ د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۷ زره او ۹۹۹ مټريک ټنه انتقالات شوي دي.
سرچېنې ليکلي، له دغه انتقالاتو يې ۱۰۶ زره او ۹۸۴ د حيرتان بندر، ۷ زره او ۷۸۰ د اقينې، ۱۸ زره او ۹۸۱ د تورغونډۍ او ۲۴ زره او ۲۵۴ ټنه بیا د خواف - هرات رېل پټلۍ له لارې شوي دي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په هغه انتقالاتو کې ۱۲۶ ټنه صادرات هم شامل دي، چې ډېره برخه يې وچه مېوه ده.
خبر پاڼه زياتوي، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه ورسره کاري فرصتونه هم برابريږي.
د يادونې ده چې د ټولګټو وزارت په دغه برخه کې د لا ډېرو فرصتونو او اسانتياوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.





