تېره مياشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۹۹ زره او ۸۲۰ مټريک ټنه انتقالات شوي
د ټولګټو چارو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس پر اېکس ليکلي، تېره (جدي) مياشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۹۹ زره او ۸۲۰ مټريک ټنه انتقالات شوي، چې له جملې یې ۴۶۶ زره او ۳۲۸ ټنه د حيرتان بندر له لارې، ۵۵ زره او ۲۸۷ ټنه د اقينې بندر له لارې، ۷۸ زره او ۴۲ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې او ۹۱ زره او ۱۶۳ ټنه د خواف - هرات بندر له لارې شوي دي.
سرچينې ليکلي، په دغه انتقالاتو کې ۱۰۲۵ ټنه صادرات دي، چې پکې معدني ډبرې، وچه مېوه او د انارو جوس شامل دي.
حقشناس زياته کړې، هڅه کوي، چې په دې برخه کې لا ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.





