له کورني صنعت د ملاتړ نوې هڅه؛ پر وارداتي توکو لوړې تعرفې

January 09, 26 KohiNoor

خبرياله: نازو عمري 

د افغانستان د مالیې وزارت اعلان کړی چې د ځینو وارداتي مېوو او توکو پر ګمرکي تعرفو کې زیاتوالی راغلی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ چې د ناک، انګورو او ځمکني توت پر وارداتو ۸۰ سلنه ګمرکي تعرفه وضع شوې ده.

همداراز، د پلاستيکي بوټونو تعرفه له ۳۰ سلنې څخه ۵۰ ته لوړه شوې او د پټاکۍ او کاغذباد پر وارداتو تعرفه له ۱۰ سلنې څخه۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

دا پریکړې د ګډې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د کورني صنعت د ودې او ملاتړ لپاره شوې دي.