صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه راکمه شوې

January 10, 26 KohiNoor

خبرياله: نازو عمري 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې د پخوا په پرتله ۴۰ سلنه راکمه شوې ده.

 له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲.۴۶۱ میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه، خو دا کچه په ۲۰۲۵ کې ۱.۷۶۶ میلیاردو ته راټیټه شوې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ته د ۸۱۷ میلیونه ډالرو صادرات درلودل، خو دا شمېره په ۲۰۲۵ کال کې ۵۰۵ میلیون ډالرو ته راکمه شوې همداراز، واردات له پاکستانه له ۱.۶۴۴ میلیارده ډالرو څخه ۱.۲۶۱ میلیارد ته راټیټ شوي دي.

 داپه داسې حال کې ده چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۱۱مه، له ا.ا.ا سره تر سرحدي نښتو وروسته د تګ راتګ ټولې لارې بندې کړې.