ازبکستان: پلان لرو چې له افغانستان سره سوداګري پنځه ميليارده ډالرو ته ورسوو
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجايوف پر اېکس ليکلي، هېواد يې له افغانستان سره په ګډه پلان لري، چې دوه اړخيزه سوداګري پنځه ميليارده ډالرو ته ورسوي.
نوموړي ويلي، په دې تړاو یې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
هغه همداراز ليکلي، له افغانستان سره يې د تېر په پرتله سوداګري څه باندې دوه برابره زياته شوې ده.
خوجايوف زياتوي، په ۲۰۲۱ کال کې د دواړو هېوادونو سوداګري ۶۵۳ ميليون ډالره وه؛ خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه شمېر ۱.۷ ميليارده ډالرو ته ورسېده.
د نوموړي په خبره، هېواد به یې په همدې موخه يو پلاوی کابل ته هم واستوي او له روژې وروسته به عملا په دغه برخه کې اقدامات وشي.





