پاکستان د افغان سوداګرو د بند پاتې مالونو د انتقال اجازه ورکړه

February 19, 26 KohiNoor

خبرياله: نازو عمري 

پاکستان اعلان کړی، چې د افغان سوداګرو هغه ټرانزیټي توکي چې له میاشتو راهیسې په چمن او کوېټه کې درېدلي وو، اوس به د بیا صادرولو لپاره بندرونو ته ولېږدول شي.

 اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان عوایدو ادارې له قوله لیکلي، ټول هغه توکي چې بندې پاتې دي؛ اوس د ګمرکي اصولو له مخې د کراچۍ او قاسم بندر ته انتقالیږي.

د اکسپرس ټریبیون د راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه ، چې د افغان سوداګرو مالونه د اوږدې مودې لپاره درېدلي او هغوی ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو.

بلخوا، د د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، که څه هم دا ګام د لا زیاتو زیانونو مخه نیسي، خو د اضافي لګښتونو له امله لا هم سوداګر له ستونزو سره مخ دي او د دواړو هېوادونو تر منځ لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده.

د یادونې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترانزیټي لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له نښتو وروسته تړل شوې وې، چې له امله یې د دواړو لورو پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.