د ملي تدارکاتو کمېسیون له ۱۸ میلیاردو ډېرو افغانیو په ارزښت بېلابېلي پروژې منظورې کړې

December 31, 25 KohiNoor

خبريال: فرمان الله زبيرزی 

د ملي تدارکاتو کمسیون خبر ورکړی، چې د یاد کمیسون په نوبتي غونډه کې د ۴۴ پروژو له ډلي ۱۸.۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۹ بېلابېلې پروژې منظورې کړي او ۱۴ نورو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلي دي.

یاد کمیسون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په منظورو شویو او تعدیل شویو پروژو کې په ورځني ډول پنځه زره  ټنه تولید ته د جبل السراج سیمنټو فابریکې د ظرفیت لوړول، په ورځني ډول د ۵۰۰ ټنه اوسپنې د پروسس په ظرفیت د حاجي ګک اوسپنې کان لپاره د فابریکې جوړول، د ۲۲۵ مېګاواټه په ظرفیت د حرارتي برېښنا تولیدي فابریکې جوړول شامل دي.

 په خبر پاڼه کې راغلي، دغه پروژو کې د نورستان ولایت په کامدیش، د زابل ، د جوزجان ، د بغلان ولایت، د کندهار ، سرپل ، د فاریاب، د سمنګان ولایت، د غور، میدان وردګ، کونړ او د بلخ ولایت د عمومي روغتونونو جوړول دي.

 د سرچینې دمعلوماتو پر اساس، تعدل شویو پروژو کې د پنجشیر او دایکنډي ولایتونو د ۱۰۰ بستریزو روغتونونو پاتې چارو بشپړول شامل دي.