د احمد شاه بابا د کور د بيا رغونې چارې بشپړې شوې
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د افغانستان د بنسټ ايښودونکي او لوی امپراطور احمد شاه بابا کور تر بیارغولو وروسته ګټي اخستني ته وسپارل شو او رسما د ګرځندویانو پر مخ پرانستل شو.
د دغه کور پر بيا رغونه ۱۷ ميليونه افغانۍ لګښت شوی چې چارې يې په ۱۷ مياشتو کې بشپړې شوې.
د کندهار ولايتي مسوولينو ويلي، په کور کي ئې د ګرځندویانو له پاره یو موزیم، تفریحي سیمه، د وسایطو تمځای او ګڼي نوري اسانتیاوي هم برابري کړي دي.
کندهار مېشتي دا یو ښه ګام بولي او وایي چي، په دې سره به کندهار ته د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو راتګ نور هم زیات شي.





