ترکيي شرکت: لېواله یوو، چې افغانستان کې د اوبو رسولو سیستم برېښنایی کړو
د ام.ارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ام.ارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلامالرحمن کظیم د ترکیې «سونا» شرکت له استازي سره په لیدنه کې د اوبو رسولو شبکو د ډیجیټل کولو په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، د سونا شرکت استازي د شبکو ډیجیټل کولو په برخه کې د خپل شرکت تجربې شریکې او زیاته یې کړه، چې یاد شرکت د مسلکي کارکوونکو په درلودلو سره چمتو دی ترڅو د اوبو رسولو ټولې شبکې له نړیوالو معیارونو سره سمې برېښنایي کړي.
په ورته مهال بیا کظیم د اوبو رسولو شبکو او د خدمتونو وړاندې کولو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د شبکو د ډیجیټل کولو د وړاندیز هرکلی یې وکړ.
په پای کې، له هر اړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وشوه، چې په راتلونکو ناستو کې به د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د شبکو د ډیجیټل کولو په اړه پرېکړې وشي.





