تېره‌ ورځ ۵۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

January 10, 26 KohiNoor

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه ۵۰۰ کډوالې کورنۍ په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راغلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ د اسلام کلا، تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او بهرامچې له لارې راغلي دي.

د کډوالو له راتلو سره هممهاله بیا په ننګرهار او کنړ کې هرې کورنۍ ته د پنځه بسوې ځمکې د وېش لړۍ هم پيل شوه.

د

د کور او ښار جوړونې وزارت ويلي، کډوالو ته ورکول کېدونکې ښارګوټي به هر ډول اسانتياوې ولري.

هاخوا بیا د بخښنې نړيوال سازمان يو ځل بيا له پاکستان غوښتي چې له خپلې خاورې دې افغان کډوال نه باسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال له ايران او پاکستان څخه ۲.۸ ميليونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.