اريانا افغان هوايي شرکت: د دوو الوتکو لپاره پېرل شوي ماشينونه هېواد ته را ورسېدل
د اريانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړی، چې د دوو الوتکو لپاره يې په ۴.۷ ميليونه ډالر پېرل شوي ماشينونه د يوي کارګو الوتکې په واسطه هېواد ته را رسېدلي دي.
سرچينې ليکلي، دغه ماشينونه له ترکيې او صربيې هېوادونو څخه پېرل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به په Airbus_310 او Boring _737 الوتکو کې نصب او او فعال شي.
د دغه شرکت مشر ملا بخت الرحمن شرافت ويلي، د الوتنو تجهيز او پر وخت خدمات وړاندې کول يې له لومړیتوبونو څخه دي.
ياد شرکت زياته کړې، د دغه ماشينونو په فعالېدو سره به د الوتکو ظرفيت لوړ، تخنيکي ځنډ کم او د الوتنو مهال وېش پياوړی شي.





