ذ.م: پاکستان دې د افغانستان خلاف د ناسمو تبلیغاتو پر ځای خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي
د حکومت ویاند ویلي، د پاکستان د پوځ د ویاند هغه څرګندونې، چې د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه یې په یوه خبري غونډه کې کړي، نه یوازې دا چې له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري؛ بلکې د یوه مسؤل پوځ د معیارونو او دریځونو سره په ښکاره تضاد کې دي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغان حکومت دا ډول غیرمسؤلانه او پاروونکې څرګندونې په کلکه غندي او له اړوندو پاکستانيو ادارو غواړي، چې د افغانستان پر وړاندې له ناسمو تبلیغاتو او غیر رسمي دریځونو څخه ډډه وکړي او خپل تمرکز د خپلو کورنیو ستونزو پر حل متمرکز کړي.
د هغه پر وینا، افغانستان یو خپلواک او با ثباته هېواد دی، چې قوي امنیتي جوړښت، مقتدر مشرتابه لري او په ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري.
هغه وړاندې لیکلي، په ټینګه وایو، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د ګواښ ژبه د افغان ملت لپاره د منلو وړ نه ده.
نوموړي له پاکستاني اړوندو ادارو غوښتي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو حساسیت ته په کتو، مسؤلانه چلند او سنجول شوې څرګندونې خپلې کړي.





