یونیسیف: له هغو افغانانو سره مرسته کوو، چې د زلزلو له امله زیانمن شوي
د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو ملاتړ صندوق "یونیسف" اعلان کړی، چې له هغو افغانو کورنیو سره به مرسته کوي، چې د زلزلو له امله زیانمنې شوې دي.
یونیسف نن سهشنبه، د جدې ۱۶مه، پر ایکس پاڼه لیکلي، دې مرستو کې تودې ژمنۍ جامې، پاکې اوبه، نغدي مرستې او د ماشومانو لپاره لنډ مهالې تعلیمي خونې شاملې دي؛ تر څو د زیانمنو کورنیو عاجلې اړتیاوې پوره شي.
یادې مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ژمي له رارسېدو سره، هغو کورنیو ته چې د زلزلو له امله یې کورونه له لاسه ورکړي یا مناسبه سرپناه نه لري، ژوند ډېر ستونزمن شوی دی.
له دې مخکې هم یونیسف ویلي وو، چې افغانستان له بېلابېلو بحرانونو سره مخ دی، لکه وچکالي، زلزله او د مهاجرینو پراخ راستنیدل.
بلخوا، د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) هم ویلي، چې افغانستان هر کال له طبیعي افتونو سره مخامخ کېږي او اقلیمي بدلونونه د دغو پېښو شدت او پراخوالي ته وده ورکړې ده.





