حکومت هر ډول خپلمنځي اختلافات رد کړل
افغان حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د حکومتي چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات شتون لري.
د اسلامي امارت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د اسلامي امارت په مشرتابه کې بشپړ وحدت، اطاعت او یووالی شته او د اختلاف هېڅ وېره شتون نه لري.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د چارواکو ترمنځ د نظرونو تفاوت د اختلاف په معنی نه دی.
تر دې وړاندې، بيبيسي په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې د اوسني حکومت مشرتابه په دوو ډلو (کابل او کندهار) وېشل شوی دی.





