له کندهاره ۲٫۵ ټن شات بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي

January 10, 26 KohiNoor

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال له یاد ولایت څخه ۲٫۵ ټن شات ترکیې، عمان، دوبۍ، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د کندهار د کرنې رياست خبرپاڼې په حواله ويل شوي چې دومره اندازه شات د خصوصي شرکتونو له لوري بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د مسولينو په وينا چې سږ کال په کندهار کې د ریحانو په کرنه او د ریحاني شاتو په تولید کې هم نږدې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د مناسب اقلیم، پراخو کرنیزو سیمو او طبیعي بوټو له امله د شاتو د تولید لپاره ښه شرایط لري.

شات چې د مچیو ترلاسه کېږي د انسان د روغتیا لپاره ګټور دي.