له افغانستان سره د لارې بندېدو له امله پاکستان ۱۹.۲ ميليارده ډالر تاوان کړی

January 05, 26 KohiNoor

 خبريال: صابر احمدزی 

وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر فرضي کرښه له نښتې وروسته پاکستان له افغانستان سره دروازې وتړلې، دغه هېواد تراوسه ۱۹.۲ ميليارده ډالر تاوان کړی دی.

د بي بي سي د راپور له مخې، يوازې د ۲۰۲۵ کال په ډيسمبر مياشت کې دغه هېواد ۲.۸ ميليارده ډالر تاوان کړی دی.

د دغه تاوانونو اصلي علت د افغانستان له لوري له دروازې بندېدو وروسته د سوداګري بندول وو، چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان پر اقتصادی وضعیت یې هم منفي اغېز کړی دی.

همدې حال کې بیا افغان حکومت ويلي، له پاکستان سره به سوداګري هغه مهال بېرته پيلوي، چې دغه هېواد د دروازې د نه بندولو نړيوال ضمانت ورکړي.

د يادونې ده، چې پاکستان له دې وړاندې هم د تورخم او پر فرضي کرښه نورې دروازې د سیاسي موخو لپاره کارولې دي.