کندهار کې د درې ميليارده افغانيو په ارزښت د درې پروژو چارې پيل شوې
د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني رسنيو ته ويلي، دغه ولايت کې د حکومت د مشرتابه د ځانګړي پېرزوينې له مخې، د درې ميليارده افغانيو په ارزښت د درې پروژو چارې پيل شوې.
دغه پروژې چې د کندهار ښاروالۍ له لوري تطبيق کيږي، پکې ښاري نظم، د ښار پراختيا او د تګ - راتګ اسانتياوې شاملې دي.
په دغه پروزو کې د ۵۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت له مدد څلور لارې څخه تر ډنډ څلور لارې پورې د احمدشاهي سرک نښلول، د يو ميليارد افغانيو په ارزښت له ډنډ څلور لارې څخه تر باغي پل پورې د ۶۰ متره سرک پراخول او د نږدې يو ميليارډ افغانيو په ارزښت له ميرويس شانديز څخه تر سپين بولدک - کابل سرک پورې د سرک پراخول او نښلول دي.
نوموړي همداراز زياته کړې، دغه پروژو کې به د ښار مرکزي سرکونه هم له يو بل سره ونښلول شي.
سرچینه زیاتوي، د ښاري پراختيا او موانعو په بدل کې به د ۷۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ځمکې بدل کې ځمکې قيمت او د ودانیو د لهمنځه وړلو په بدل کې پیسې ورکول کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د غزني په اجرستان ولسوالي کې هم د نږدې ۳۴۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۳۰ کيلو متره سرک د جوړولو چارې پيل شوې.





