له هرات څخه په لومړي ځل بهرنيو هېوادونو ته بترۍ صادر شوې
د هرات ځايي مسوولينو ويلي، د دغه ولايت له صنعتي ښارګوټي څخه د لومړي ځل لپاره سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د ۴۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت لس کانټينره بټرۍ صادرې شوې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين هرات کې په جوړو شويو مراسمو کې ويلي، هېواد کې د صنعت په برخه کې مهم پرمختګونه شوي او د پانګونې لپاره مناسبه فضا هم رامنځته شوې ده.
نوموړي ويلي، د له افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته صادرات د حکومت له مهمو موخو څخه دي او دغه راز له پانګوالو څخه ملاتړ کوي.
مسوولينو ويلي، نړيوال بازار ته د افغانستان د تولید شويو توکو صادرېدل د اقتصادي ودې او ظرفيت لوړېدو په برخه کې مهم دي.





