د ملي تدارکاتو کمېسیون له یو ملیارد ډېرو افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړي
راپور: فرمان الله زبيرزی
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د ملي تدرکاتو کمېسیون له لوري د یو ملیارد او ۵۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظور او د ۱۵ نورو پروژو کارونو کې تعدیلات راغلي دي.
یاد معاونیت پر خپله اېڪس پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې منظورو شویو پروژو کې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍیتیم تپې د تحکیماتو نهم لاټ، د غور هوایې میدان د ځغاستلیکې ترمیمېدل، د کابل نړۍوال هوایې میدان د ساتنې او مراقبت د قراردادونو ورکړه، د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ څه د پاسه ۱۷ کیلو مټره سرک جوړول، د پکتیا د زرګرانو-ګردېز ښار سرک جوړول، د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت ته د ډبرو سکرو د معدني وسایلو پېرودل، د افغان تور امارتي شرکت لپاره د اړتیا وړ موټر پېرودل، د غزني له قره باغه-تر مقر او شاجوي د سبسټېشنونو جوړول او نصب، د کابل د موسیهي ولسوالۍ د برق لېږدونې د ساختماني موادو نصب او مونتاژ او د یاد ولایت د باریک اب ولسوالۍ د ۲۲۰ کیلو ولټه سبسټېشن د سروې ډیزاین او چک کولو د ورکړې قراردونه شامل دي.
باید وویل شي، چې د یادې منظورې شوې پروژې له حکومتي بودیجې څخه تمیويلېږي.





