متقي ديکارلو ته: افغانستان کې هېڅ کومه ډله نشته او پاکستان ملکيان په نښه کوي

February 24, 26 Hamdullah Danish

 د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې روزميري ديکارلو سره ټيليفوني خبرې کړي او د پاکستان له لوري یې افغانستان کې د ملکي وګړو د نښه کولو په تړاو يې ورته خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي زياته کړې، پاکستان له تېرو څلورو کلونو په افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو په بهانه ملکي وګړي په نښه کوي، په داسی حال کې چې په افغانستان کې هېڅ کومه ترهګره ډله شتون نلري.

همدې حال کې بيا ديکارلو ويلي، په دې تړاو به د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره بحثونه ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان څو ورځي وړاندې د افغانستان هوايي حریم نقض کړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ملکي وګړي شهیدان کړل.