حمدالله فطرت:تورخم کې د زیانمن شویو سوداګرو لاسنیوی کېږي
د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله د تورخم ښارګوټي شاوخوا ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او یو مارکېټ په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
زیانمن شوي سوداګر وايي د کلونو شتمني یې له منځه تللې او له اسلامي امارته د مرستې غوښتنه کړي.
د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ته استولی، څو د دوکانونو او مارکیټونو زیانونه وڅېړي او د مرستې لپاره راپور برابر کړي.
د بریدونو پر مهال جوماتونه، کورونه او نور ملکي ځایونه هم په نښه شوي چې له امله یې مرګژوبله او بېځایه کېدل هم رامنځته شوي دي.





