د حکومت ویاند: ایران سره سوداګري په عادي ډول روانه ده

March 03, 26 KohiNoor

وروسته تر هغې، چې له ایران څخه د هر ډول صادراتو د بندیز په اړه خپاره شول؛ تازه اسلامي امارت وايي، چې د کابل او تهران ترمنخ راکړه ورکړه په عادي ډول روانه ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې همدا نن هم د خواف‌ـ‌هرات وسپنې پټلۍ له لارې په نارمل ډول انتقالات شوي او هیڅ ډول خنډ په کې نه دی رامنځته شوی.

نوموړي لیکلي، چې نن هم له سوداګریزو توکو ډک ریل ګاډی روزنک تمځای ته را رسېدلی، چې ۴۲ واګونه یې سیمنټ وو او تمه ده، چې نن شپه به د خوراکي او سون توکو یو بل ریل ګاډي هم را ورسیږي.

د مجاهد د معلوماتو پر اساس، د ایران په خاوره کې ۹۰۰ واګونه افغانستان ته پر لاره دي، چې پر نورمال ډول به افغانستان ته وارد شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران تر برید وروسته په کور دننه د خوراکي توکو بیعې د پام وړ لوړې شوې دي.