حق شناس: له اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو بهیر په عادي ډول روان دی

March 05, 26 Farmanullah zubairzai

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر په منظم ډول روان دی او د څلورو مهمو بندرونو له لارې د انتقالاتو بهیر عادي دی.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ويلي، چې یوازې په تېرې اونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۲۷ زره او ۶۵۰ ټنه توکي لېږدول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په همدې موده کې د انتقالاتو تر ټولو لوړه کچه د حیرتان بندر له لارې ترسره شوېو چې نږدې ۸۸ زره او ۱۸۶ ټنه توکي ترې لېږدول شوي دي.

د حق شناس په خبره، په یاده موده کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۲۶۵ ټنه صادرات هم نورو هېوادونو ته شوي.