ټرمپ: د ايران نفتي زېرمې تر خپل کنټرول لاندې راولم
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي اراده لري، چې د ايران نفتي زېرمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
نوموړي فايننشل ټايمز ته ويلي، ايران د دغه زېرمو د دفاع وړتیا نلري او امريکا کولای شي، چې په اسانۍ سره یې ونيسي.
هغه زياته کړې، امریکا به د دغې جزيرې له نيولو ورسته خپل ځواکونه په دغه جزيره چې ځای پر ځای کړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کيږي، چې امريکا ايران کې د ځمکنيو عملياتو د پيلولو لپاره هم چمتوالی اعلان کړی دی؛ خو ایران بیا ويلي، چې امریکا به په خپل هر عمل پښېمانه کړي.





