افغان: ۱۸ کارکوونکي مو د روزنې لپاره ازبکستان ته واستول

April 04, 26 Hamdullah Danish

 د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همايون افغان پر اېکس لیکلي ، چې ددغه وزارت د جیو فزیک د څيړنې او سروې ریاست د رییس په مشرۍ ١٨ تنه کارکوونکي د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د یوې میاشتې لپاره ازبکستان ته لېږل شوي دي.

 افغان، د دې سفر موخه د کارکوونکو د عملي مهارتونو پیاوړتیا، له عصري جیوفزیکي ټکنالوژیو سره بلدتیا، او د اړوندو متخصصینو سره د تجربو شریکول ياده کړې ده.