د هوا پېژندنې ادارې د حمل تر ۱۶ نېټې پورې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی

April 04, 26 KohiNoor

خبريال حسين الله محمدخېل 

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د روانې مياشتي تر ۱۶ نېټې پورې د بارانونو، تالندې او سېلابونو راوتو خبر ورکړی دی.

دغه ادارې یاد اټکل هرات، فراه، نیمروز، فاریاب، جوزجان، سرپل، غور، دایکندي، ارزګان، هلمند، کندهار، بغلان، سمنګان، تخار، کندوز، بدخشان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، کونړ او نورستان ولایتونو کې کړی دی، چې د باران کچه به یې له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.

یادې ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د پېښیدو اټکل هم شته چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومتره په ساعت اټکل کېږي.

یاده دې وي، چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په هېواد کې ګڼ شمېر خلک مړه شوي او لسګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.