فطرت: تېرو څو ورځو کې د پاکستان بریدونو کې‌ دوه ملکي وګړي شهي... شوي او ۲۵ ټپيان دي

April 02, 26 Hamdullah Danish

 د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس‌ ليکلي، له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر کنړ، پکتيکا او خوست پرلپسې د ډرون او توغندیو بريدونه شوي، چې پکې دوه تنه شهيدان شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي‌.

هغه زياته کړې، له يادو بريدونو یې ۱۵۵ د کنړ پر سرکاڼو او منورې شوي، چې پکې دوه تنه ټپيان شوي.

همدې حال کې بیا د سرکاڼو ولسوالي د نواپاس سیمه کې هم لسګونه بریدونه شوي، چې پکې اته ماشومان ټپيان شوي او دوه تنه نور شهیدان شوي دي.

هممهاله بیا پکتيکا کې بیا هم درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، يوازې نن ورځ د کنړ پر سرکاڼو ۱۸۵ بريدونه شوي؛ خو ځاني زيان نلري.

ياده دې وي، چې خوست کې هم د پوځي رژيم بريدونو کې دوه تنه ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې، ده د دواړو هېوادونو ترمنځ مذاکرات پيل شوي؛ خو هممهاله بیا همدا نن ماښام پر فرضي کرښه د دواړو لوريو ترمنځ نښته پيل شوې ده.