د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنه: د روږدو پر روغتون د پاکستان برید ستر جنایت دی
د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز وروستی برید په کلکه غندلی او هغه یې یو ستر جنایت بللی دی.
دغې ټولنې په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دا برید له بشري او اسلامي اصولو څرګنده سرغړونه ده.
په اعلامیه کې پر افغانستان د بریدونو درېدو او پېښې د خپلواکې او بې طرفه څېړنې په موخه ديوې کمېټې د جوړولو غوښتنه شوې ده.
همداراز، دې ټولنې پر کابل او اسلاماباد غږ کړی، چې خپلې ستونزې او اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.





