امنیت شورا د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت د غځېدو په اړه غونډه کوي

March 14, 26 Nazo omari


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۱۶مه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت( یوناما )د غځولو په اړه د پرېکړه‌لیک پر مسوده رایه‌اچونه وکړي.

د راپورونو له مخې، که دغه پرېکړه‌لیک تصویب شي، نو د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت موده به د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۷مې وغځول شي.

یاد ماموریت چې په افغانستان کې د سیاسي اړیکو، بشري مرستو د همغږۍ او د بشري حقونو د وضعیت د څار لپاره کار کوي، هر کال د امنیت شورا له لوري تمدیدیږي.