فطرت: د پاکستاني ځواکونو بریدونه پر فرضي کرښه دوام لري
د ا.ا.ا ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي،چې فرضي کرښې ته نږدې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پاکستاني پوځ بریدونه لا هم روان دي.
د نوموړي په وینا، تېره شپه د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د کوټ کلي کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ملکي وګړي شهی... شوي او درې نور ټپیان دي.
فطرت زیاته کړې چې د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ کې هم د خلکو پر کورونو او عامه تاسیساتو ۲۶ مرمۍ توغول شوې دي.
دغه راز پکتیکا د برمل ولسوالۍ په ځینو سیمو کې نږدې ۹۰ د هاوان او توپ مرمۍ لګېدلې، خو د ځاني زیانونو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
هغه همداراز ویلي، چې د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ کې د درنو وسلو په ډزو کې یو ملکي وګړی ټپي شوی او ګڼې کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي.
د فطرت د معلوماتو له مخې، د نورستان د کامدېش ولسوالۍ پر څو کلیو هم د هاوان او توپونو بریدونه شوي، چې له امله یې یو شمېر کورونه زیانمن شوي او لږترلږه ۲۰ څاروي هم له منځه تللي دي.





