متقي: د هېواد دفاع زموږ حق دی
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ازبک سیال بختیار سعیدوف سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمهییز امنیت او د پاکستان لهخوا پر افغانستان تېري د افغانستان حاکمیت پر دفاع او د تفاهم پر ملاتړ خبرې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې د تفاهم ملاتړ کوي، خو د افغانستان دفاع خپل مشروع حق ګڼي.
سعیدوف بیا ډیپلوماسي د ستونزو یوازینۍ اغېزناکه حللاره بللې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.





