د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: له نړيوالو او سيمهييزو هوايي ډګرونو الوتنې په منظم ډول روانې دي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د هېواد له نړيوالو او کورنيو هوايي ډګرونو څخه الوتنې پر خپل وخت او د ټاکلي مهالوېش له مخې ترسره کېږي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په سيمهييزو هوايي ډګرونو کې هم الوتنې په عادي ډول او منظم ډول روانې دي.
ياد وزارت زياتوي، چې هڅه کوي د مسافرو او سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې لا نورې اسانتياوې برابرې کړي، څو خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.





