الرمرصاد: د پاکستان پوځي رژيم له غير مستقيمو لارو له افغان حکومت سره د خبرو غوښتنه کړې
الرمرصاد رسنۍ خبر ورکړی، چې د پاکستان پوځي رژيم له افغان حکومت سره د غير مستقيمو چينلونو له لارې د خبرو غوښتنه کړې او د همدې کار لپاره یې قومي مشران، سیاسيون او متقاعد جنرالان کارولي دي.
سرچينې ليکلي، پاکستان دغه پرېکړه د افغان حکومت له لوري له کلک ځوابي برید وروسته کړې ده.
که څه هم دواړو هېوادونو تراوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي؛ خو د افغانستان دفاغ وزير له يوې خصوصي رسنۍ سره مرکه کې ویلي وو، پاکستان څو ځل د اوربند ژمنه وکړه او بېرته یې ماته کړه.
هغه وويل، افغان حکومت له ښه نيت د هغوی اسیران پرته له کوم امتياز خوشې کړل؛ خو پوځي رژيم بيا هم د ترهګرو د ځپلو په بهانه ملکي وګړي په نښه کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنيو چارو وزير کابل کې له سفيرانو سره په يوه ناسته کې ويلي، افغانستان تل خبرو ته ژمن دی؛ خو له ځان د هر ډول دفاع وړتيا هم لري.





