متقي: د ستونزو د حل یوازېنۍ لار ډیپلوماسي ده
د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي له خپل چینایي سیال، وانګ يي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې د هر ډول کړکېچ د حل یوازېنۍ لار ډیالوګ او ډیپلوماسي ده.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د متقي له قوله راغلي، چې پاکستان په خپلو بریدونو کې ملکي خلک او عامه تاسیسات په نښه کوي.
د سرچینې په وینا، وانګ يي هم د ملکي وګړو په نښه کول د نه منلو وړ بللي او ټینګار یې کړی، چې چین چمتو دی، د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم رامنځته کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.





