مجاهد: د پاکستان تازه بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي

March 13, 26 KohiNoor

 

 

د حکومت وياند، ذبیح الله مجاهد، پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دغه بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

مجاهد پر خپله اېکس پاڼه زیاته کړې چې پاکستان د انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونو درناوی نه کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ تېره شپه یو ځل بیا د کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې درې ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.