پاکستان سره د جګړو له امله له ۱۱۵ زرو ډېر وګړي له خپلو کورنو بې ځایه شوي

March 14, 26 Hamdullah Danish

د ناروې د کډوالو شورا ويلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورستیو نښتو له امله د افغانستان کې له ۱۱۵ زرو ډېر وګړي له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي.

سرچینې ليکلي، ډېری هغه په کنړ او ننګرهار کې بې ځايه شوي او دغه لړۍ لا هم دوام لري‌.
دغه کډوال اوسمهال په موقتي سرپناه ګانو او کمپونو کې اوسېږي.

د افغان چارواکو په خبره، چې د پاکستان پوځي رژیم په بېلابېلو ولايتونو کې د ملکي وګړو کورنه په نښه کوي چې پکې د مرګ ژوبلې ترڅنګ درانه مالي زيانونه هم اوړي.