کرزی: کابل کې ملکي تاسيسات او روغتيايي مرکزونه په نښه کول هيڅ دمنلو نه دي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان وروستیو بریدونو وروسته توند غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د کابل پر استوګنیزو سیمو، ملکي ځایونو او روغتیايي مرکزونو ترسره شوی بمبار د منلو وړ نه دی.
د کرزي په وينا، چې د ملکي وګړو په نښه کول او د ښارونو بمبار د سیمې ستونزې نه حلوي، بلکې وضعیت لا پسې کړکېچن کوي.
هغه خبرداری ورکړی چې که دا ډول بریدونه دوام ومومي، پایلې به یې نه یوازې افغانستان بلکې خپله پاکستان ته هم زیان واړوي.
پخواني ولسمشر همداراز د پاکستان له چارواکو غوښتي چې خپلې تګلارې له سره وارزوي او له افغانستان سره اړیکې د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او متمدنو اصولو پر بنسټ تنظیم کړي.
کرزي ویلي چې د سیمې ثبات یوازې د خبرو، تفاهم او همکارۍ له لارې رامنځته کېدای شي، نه د پوځي فشار او بمبار له لارې.





