د ا.ا مشر: نړۍ دې زمونږ کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي
د حکومت مشرتابه د کوچني اختر په مناسبت اختریز پيغام کې ويلي، نړۍ سره د اسلامي اصولو په رڼا کې اړيکې غواړي او نړۍ دې هم د افغانستان حکومت ته درناوی وکړي او لاسوهنه دې پکې نه کوي.
شيخ هبت الله اخندزاده ويلي، زدهکړه د ټولنې پرمختګ دی او مسوولان دې په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړي.
نوموړي همداراز زياته کړې، چې امنيتي ځواکونه د هېواد ساتونکي دي او له خلکو یې غوښتی چې ملاتړ يې وکړي.
هغه همداراز له ولسونو غوښتي، چې د نويو راستنو شویو کډوالو سره مرسته وکړي.
دغه پيغام کې همداراز يادونه شوې، چې د امر بالمعروف وزارت د ټولنې د اصلاح او سمون په برخه کې کار کوي او له خلکو څخه غوښتنه شوې چې د ټولنې د اصلاح په موخه دې له ياد وزارت سره همکاري وکړي.





