يوناما: د پاکستان بريد د نړيوالو قوانينو خلاف عمل دی
کابل کې د ملګرو ملتونو استازولي (يوناما) په يوه اعلاميه کې تاييد کړې چې پاکستان کابل کې د روږدو د درملنې يو مرکز چې د دغه کسانو درملنه پکې کېده، په نښه کړی دی.
سرچينې د پاکستان دغه کړنه د نړيوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.
دغه دفتر زياته کړې، د تېرې شپې د بريد له قربانيانو او ټپيانو پرته يې، د فبروري له ۲۶ مې تراوسه د ۷۶ تنو ملکي وګړو مړينه او د ۲۱۳ تنو ټپي کېدل ثبت کړي دي.
اعلاميه کې د تاوتريخوالي د کمېدو غوښتنه او د ملکي وګړو پر خونديتوب ټينګار شوی دی.
که څه هم حکومت په دغه بريد کې د ۴۰۸ تنو مړينه او د ۲۶۵ تنو ټپي کېدل تاييد کړي؛ خو يوناما بیا په خپله اعلامیه کې دغه شمېرې نه دي ليکلي.





