هند: پاکستان نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي

March 18, 26 Nazo omari

 

ملګرو ملتونو کې د هند استازي پراوتانني هریش په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز وروستی برید په کلکه غندلی او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض بللی.
 هغه د ورته بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

هریش ویلي، پاکستان د دې ډول کړنو له لارې یو ځل بیا وښوده، چې نړیوالو اصولو ته درناوی نه لري او په مکرر ډول د ملګرو ملتونو له قوانینو سرغړونه کوي.

 دیادونې ده، چې د پاکستان وړمې شپې برید کې له ٤٠٠ ډېر کسان شهيدان او ٢٦٥ نور ټپیان شول هغه برید چې په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.