افغان حکومت د غچ اخیستنې عملیات په لنډمهاله توګه ودرول
افغان حکومت د کوچني اختر په مناسبت اعلان کړی چې له پاکستان څخه د غچ اخیستنې عملیات یې په لنډمهاله توګه درولي دي.
د اسلامي امارت په یوې خپرې کړې اعلامیهې کې ویلي چې دا پرېکړه د سعودي عربستان، ترکیې او قطر د منځګړیتوب په پایله کې شوې ده.
اعلامیه زیاتوي، چې د هر ډول ګواښ په صورت کې به اسلامي امارت هر ډول تېري ته کلک او مناسب ځواب ورکړي.
په همدې حال کې، پاکستان هم اعلان کړی، چې د کوچني اختر په ورځو کې به د افغانستان پر خاوره بریدونه نه کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاءالله تارړ، پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د بریدونو دا لنډمهالی ځنډ به د روانې مارچ میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ د دوشنبې په شپه په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه مرکز هوایي برید ترسره کړ، چې له امله یې له ۴۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي او نږدې ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
یاد بریدونه په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي او غوښتنه کېږي چې د دغه اقدام په اړه دې له پاکستان څخه وضاحت او حساب وغوښتل شي.





