بهرنيو چارو وزارت د روږدو پر روغتون برید په سخت ټکو غندلی

March 18, 26 Hamdullah Danish

 بهرنيو چارو وزارت پر اېکس ليکلي، د دغه وزارت د مشر له لوري بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان له استازو سره په يوه انلاين غونډه کې د پاکستان د وروستي برید په تړاو معلومات شریک شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي، بهرنیو هېوادونو کې قونسلګريانو ته ويل شوي، چې د دغه برید په تړاو دې د ا.ا دریځ تر نړيوالو ورسوي.

خبر پاڼه کې ليکل شوي، دغه وزارت بريد په کلکو ټکو غندي او د بشري اصولو او ملي حاکمیت نقض یې ګڼي.

ياده دې وي، چې دغه برید کې ۴۰۸ تنه ووژل شول او ۲۶۵ نور ټپيان شول.

افغان بیا ويلي، له پاکستان سره یې ديپلوماسي ختمه ده او د بريد ځواب ترې حتمن اخلي.