فضلي: له پېنډۍ څخه د افغانستان په اړه هر ډول نوښت مردود دی

March 24, 26 Farmanullah zubairzai

د چارو ادارې پخواني ريس فضل محمود فضلي ويلي، هغه ادعا چې ګواکې ځینې کړۍ له هر ډول سیاسي «نوښت» څخه هرکلی کوي، د خلکو د فریب لپاره مطرح کېږي.

 

 د هغه په وینا، طالبانو سره د دښمنۍ تر نوم لاندې د هر نوښت ملاتړ روښانه سیاسي معنا نه لري.

 

فضلي همداراز ويلي، چې له پاکستان او یا بل هر هېواد سره د افغانستان په اړه د افرادو او کوچنیو ډلو خبرې اترې، په اصل کې د «بادار او مزدور» اړیکه منعکسوي او په ځانګړي ډول له پاکستان سره دا ډول تعامل هېڅ د توجیه وړ نه دی.

د نوموړي په خبره، دا ډول هڅې سیاسي نه، بلکې تجارتي او استخباراتي بڼه لري، او د پنډۍ او نورو استعماري ادرسونو له لارې هر ډول «نوښت» او حرکت مردود دی

فضلي زیاتوي، له طالبانو سره مخالفت باید یوازې د ولسي، سوچه افغاني او خپلواک سیاسي نوښت له لارې مطرح شي.