ننګرهار او لغمان کې د ټرافیکي پېښو له امله پنځه تنه مړه شوي
په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد ویلي، چې نن (شنبه، د وري ۸مه) د بټيکوټ ولسوالۍ د باریکاب شینوارو کلا په سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او یو تن ټپي دی.
د هغه په وینا، دغه پېښه د یوه سوېفټ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې د موټر چلوونکي بېاحتیاطي یې اصلي لامل و.
بلخوا، د لغمان امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مهترلام ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د چهاردهۍ په سیمه کې د یوې بلې ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ نور ټپیان دي.
د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د مرسډیز موټر، رېکشا او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
چارواکي وایي، د پېښې ټپیان د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې هر کال د اختر په شپو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو کچه لوړېږي.
د دغو پېښو عمده لاملونه د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د ټرافیکي اصولو نه مراعتول او د سړکونو خرابوالی بلل کېږي.





